Friday, December 3, 2010

احمدشاه بابا د افغانستان د اوسني دولت بنسټ اېښودونکی

  1. افغانستانه بهر رامنځ ته شوې ، ټولې یې زموږ د هیواد په تاوان او د نویو رامنځ ته شویوگاونډو ځواکونو په گټه وې. په بله وینا پر کال ۱۵۰۰ ز کې په ماورالنهر کې د شیباني دولت او پر ۱۵۰۲ ز کې په ایران کې صفوي دولتونو غوټۍ وهلې وی او پر کال ۱۵۲۵ ز کې په هندوستان کې د بابر د (گورګاني) دولت بنسټ کېښودل شو. دغو نویو رامنځ ته شویو دولتونو له شمال ، لوېدېځ او ختېزه پر افغانستان د یرغل لاسونه راوغځول او په پای کې یې هیواد په دریو شمالي ، ختیزو او لوېدېځو برخو وویشه او هرې خوا ، د هیواد پریوې ځانگړې ځمکنۍ څانگې د واکمنۍ منگولې ښخې کړې. او په دې بڼې پرهیواد د گاونډیو واکمني له ۱۵۱۰ څخه تر ۱۷۴۷ پورې څه ناڅه تر دوه نیمو پیړیو پورې وغځېدله. که پرهیواد د مغولو او تیموریانو د مهال د واکمنۍ دور یوې خواته کښېږدو او د دونېمو پیـړیو په اوږدو کې د هیواد ویشنه او بیلـَونه را وسپړو نوپه لنډیز ویلای شو چې د ترک ټبرو گاونډیو د ویشنې په ټولې دورې او واکمنۍ کې د افغانستان وگړي لکه د غنمو د یوې دانې په توگه د ژرندې د دوه ووڅرخېدونکو کاڼو په منځ کې دړې وړې او اوړه اوړه شوي دي . د هیوا د دوگړو ځان، شتمني ، راغې ، کښت او بانډې او د هغوی نوم او پت په پرله پسې توگه د کډوالو زورواکو تر تیري او یرغل لاندې راغلي دي. د دولت د رسمي مذهب په توگه د صفوي د واکمنۍ پرمهال ، د 'ٰ شېعه' مذهب له سیاسي ، مذهبي زیږوالي او زبېښاک او پراخ لمنو ټولوژنو سره تړلې یوه واکمني وه. توکمیزې او غیر شیعه مذهبي ډلې ټپلې د ځورونو په اورونو کې سوځېدلې او ان په ټولېزه ډول وژل کېدلې او د ځورونې ، قهرژلۍ او د شتمنیو د مصادرې تر متروکو لاندې راتللې او اړ ایستل کېدلې چې له خپلې گروهنې او عقیدې څخه لاس پر سر او شیعه مذهب ته را واوړي.
    احمد شاه بابا دزمان خان زوی ددولت خان لمسی دسرمست خان کړوسی و،دغه سرمست خان دشېرخان زوی او دخواجه خضر خان لمسی او دسدوخان کړوسی کیدی او دا هغه سدو خان دی چي داحمدشاه بابا قبیله دده له ټبره وه .سدوزی خودپوپلزو یوه پښه ده چي له سربڼو پښتنو څخه د اودل له پښته ګڼله کیږي (علامه حبیبي )ایراني پوه ډاکټرشـِفا لیکي : " د ټولو انساني او اخلاقي دودیالو اصولو په تر پښو کولو سره د صفویانو دور له سره تر پایه په وینو تویولو ، سخت زړي توب، ورور وژنې ، تراڼه "فساد" درغلنې او بشپړې ځانمننې تیر شو .... زنده خوران شاه اسماعیل صفوي چې "قورچي " یې باله د ازبک شیبک خان مړی چې سني مذهبه وو په غاښونو ټوټې ټوټې کړ ، ویې خوړ او د هغه ملگرو چارواکو د همدغه شیبک خاک ککرۍ د سرو زرو د کـُټوري په توگه جوړه کړه چې د شاه اسماعیل د شرابو پیاله وگرځي. د همدغه پاچا لمسي دویم شاه اسماعیل خپل شپږ وروڼه چې کوشني یې لا شیدې رودلې ووژل او په یوه ورځ کې یې د پینځه سوه تنو سپیڅلو صوفیانو سرونه پرې کړل. لومړي شاه عباس خپل پلار د مرگ تر شېبې پورې په زندان کې وساته ، د خپل مشر زوی سریې پرې کړ او د دویم زوی سترگې یې ړندې کړې. د هغه ځای ناستي ، صفي شاه، د صفوي د کورنۍ ترټولو ستر وینې څښونکي ، خپله مور ، میرمن ، شیدې رودونکی زوی او ړوند اکا ووژل او د خپلې کورنۍ په لس گونو تنه نورخپلوان یې ړانده کړل. له وروستي پاچا څخه پرته د صفويانو د کورنۍ نورو ټولو پاچایانو ، د شرابو په څښلو کې دومره ښندیز 'افراط' وکړ چې څلور تنه یې یوازې د شراب څښلو له امله مړه شول. " (ډاکټرشجاع الدین شفا ، تولدی دیگر ، ۴۳۲ پاڼه)